Asset 1SWN

د فیض‌اباد ولایتي روغتون کې د وینې کمښت؛ «ناروغان به مو له لاسه ورکړو»

۱ (2)

بدخشان کې یو‌شمېر ناروغ لرونکي وايي چې د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د وینې کمښت له اړ دي چې د خپل اړتیا وړ وینه له نورو ځایونو ترلاسه کړي.

د بدخشان د جرم ولسوالي اوسېدونکې نویده چې د فیض‌اباد ولایتي روغتون ته راغلې او وینې ته اړتیا لري، وايي چې دغه روغتون کې د وینې نشتون له امله اړ شوې چې د پیسو په بدل کې له یوه بل ځایه ۵۰۰ سي‌سي وینه وپېري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې وویل: «وینې ته مې اړتیا لرله، بانک کې وینه نه وه او یوه کس ته مې ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړې او ۵۰۰‌سي‌سي وینه راکړه او ما ځانته تېره کړه. اوس خلاصه شوه او قابله وايي چې نورې وینې ته اړتیا ده، له کومه یې کړم، خاوند مې وزګاره ده.»

د بدخشان د زېباک ولسوالي اوسېدونکی لعل‌محمد چې خپله مېرمن یې دغه روغتون ته د درملنې لپاره راوستې، سلام‌وطندار ته وايي چې یاد روغتون کې د وینې کمښت سره مخ شوی دی. هغه وویل: «مېرمن مې ناروغه ده او نسايي او ولادي برخه کې د وینې کمښت سره مخ شوې، موږ وینه پیدا نه کړه، د نورې وینې د پېرلو توان نه‌لرو.»

د بدخشان ولایتي روغتون ډاکټران هم دغه روغتون کې د وینې کمښت ستونزه تاییدوي او وايي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، د وینې اړمن ناروغان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د بدخشان ولایتي روغتون د نسايي-ولادي څانګې ډاکټره ګیتي فرح وايي چې له څه مودې راهیسې د دغه روغتون د وینې بانک د وینې له کمښت سره مخ دی.

هغې وویل: «د دې لپاره چې د نسايي- ولادي برخه تل وینې ته اړتیا لري او د بدخشان ولایتي روغتون هم کافي وینه او د وینې تبادله نه‌لري، دې وروستیو کې ستونزه سره مخ شوې ده.»

ګیتي فرح زیاته کړه، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي یو‌شمېر ناروغان د عملیات پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د بدخشان د ولایتي روغتون د وینې بانک او لابراتوار مسوول صبغت‌الله محمدي وویل: «دامهال د ولایتي روغتون د ویني بانک کې کافي وینه نشته. موږ شپږ تر اته کڅوړې وینه لرو چې د ولایتي روغتون په کچه بسنه نه کوي.» د نوموړي په وینا، ولایتي روغتون باید لږ تر لږه تر ۳۰ کڅوړو وینه ولري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بدخشان ولایتي روغتون له خلکو په ځانګړې توګه له ځوانانو غواړي چې د وینې ورکړې کمپاین له لارې دغه ستونزه حل کړي او د خپلو هېواد‌والو ژوند وژغوري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام