Asset 1SWN

د هلمند ګرمسېر ولسوالي کې د «اوبو رسونې پروژه» ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه

د اوبو شبکه

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالي کې د پاکو اوبو رسونې یوه پروژه بشپړه او ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کليو بیارغونې او پراختیا ریاست استازي محمدنبي، د یونېسف نړیوال سازمان ولایتي مسوول ډاکټر محمدذکریا اینوا او یو‌شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست انجینیر حمیدي دې مراسمو ته وویل چې دا پروژې د ګرمسېر ترڅنګ په کجکي، خانشین، ګرشک او موسی‌کلا ولسوالیو کې هم بشپړې شوي چې څه باندې «۳۰۶۴۹۶۸۴» دېرش میلیونه او څلور شپېته لکه ۹زره او شپږ سوه څلور اتیا افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د ګرمسېر ولسوالي کې د اوبو رسونې پروژه چې پنځه میلیونه او ۵۰زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، د یونېسف نړیوال سازمان په مالي ملاتړ یې چارې بشپړې شوې دي.

 حمیدي همداراز زیاته کړه چې د دغه پروژو څارنه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له‌خوا او خلکو ته د عامه پوهاوي چارې د بقا موسسې له لوري شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر  اېکس هم وڅارئ

بل‌خوا د یادې سیمې یوه اوسېدونکي حاجي محمد سلام‌وطندار ته وویل، د پاکو اوبو د نه‌شتون له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، خو د دې شبکې په جوړېدو سره اوس دا ستونزې هوارې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام