ننګرهار پوهنتون روانه اوونۍ د اقلیمي بدلون نړېوالې غونډې کوربه‌توب کوي

ټاکل شوې د لوړو زده‌کړو وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي اداره روانه اوونۍ په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په نوم نړیواله غونډه جوړه کړي.
چارواکي د دې غونډې د جوړولو موخه د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو د استادانو د علمي او څېړنیزو پایلو وړاندې کول او پر افغانستان د اقلیمي بدلون د هراړخیزو اغېزو په اړه بحث او خبرې کول بولي.

بلخ کې د ښځو د لاسي‌صنایعو څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو

د بلخ مرکز مزارشريف ښار کې نن دوشنبه سلواغې ۱۶مه د ښځو د لاسي صنايعو څلور ورځنی نندارتون د ښځینه سوداګرو د ملاتړ او د کورنيو توليداتو د پېژندنې په موخه پرانېستل شو. د بلخ د صنایعو او کانونو خونې مسوولان وايي چې په دې نندارتون کې د ښځو لپاره څه باندې ۷۰ غرفې جوړې شوې دي.

د پاکستان لومړی وزیر: له افغانستانه راته ګواښ نه‌دی پېښ؛ ا.ا: هرکلی ترې کوو

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ د لومړي ځل لپاره له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، له افغانستانه پاکستان ته هېڅ ګواښ نشته او افغانانو هېڅ‌کله پاکستان ته ګواښ نه‌دی پېښ کړی.

د افغانستان سرپرست حکومت د کاکړ له دغو څرګندونو هرکلی کړی دی.

د هرات ګمرک مسوولان: د فساد کچه مو صفر ته ټيټه کړې

د هرات ګمرک مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ګمرک کې د فساد کچه صفر ته تیټه کړې او عواید یې ۶۰سلنه لوړ شوې دي.

د هرات د ګمرک رییس عبدالحمید حامد وايي چې روان کال یې کاري چارو کې روڼتیا رامنځته کړې او د کاري ظرفیت لوړولو په موخه یې پلانونه پلي کړي چې له مخې یې د فساد کچه صفر ته ټيټه شوې ده.

سریلانکا لوبډلې افغانستان ته په یوازینۍ ټسټ لوبه کې ماته ورکړه

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه‌توب د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته په یوازینۍ ټسټ سیالي کې په لسو وېکټو ماته ورکړه.

افغانستان په دې لوبه کې سریلانکا ته د ۵۶ منډو هدف ورکړی و چې سرلانکا لوبډلې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ورکړل شوی هدف ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د هلمند ګرمسېر ولسوالي کې د «اوبو رسونې پروژه» ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالي کې د پاکو اوبو رسونې یوه پروژه بشپړه او ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کليو بیارغونې او پراختیا ریاست استازي محمدنبي، د یونېسف نړیوال سازمان ولایتي مسوول ډاکټر محمدذکریا اینوا او یو‌شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

میدان‌وردګ کې ۴۵۱ ټولګټې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د ميدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، په مرکز میدان‌ښار، جلرېز او لومړۍ حصه بهسود ولسوالیو کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو سکتور، ترانسپورټ او د بشري مرستو برخه (۴۵۱) بېلابېلې پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.