Asset 1SWN

بلخ کې د ښځو د لاسي‌صنایعو څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو

نندارتون

د بلخ مرکز مزارشريف ښار کې نن دوشنبه سلواغې ۱۶مه د ښځو د لاسي صنايعو څلور ورځنی نندارتون د ښځینه سوداګرو د ملاتړ او د کورنيو توليداتو د پېژندنې په موخه پرانېستل شو.

دغه نندارتون  چې  د کار نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ شوی په‌کې کورني توليدات، د ښځو لاسي صنايع او محلي خوراکي توکي په نږدې سلو غرفو کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ د صنایعو او کانونو خونې مسوولان وايي چې په دې نندارتون کې د ښځو لپاره څه باندې ۷۰ غرفې جوړې شوې دي.

د یاد ولایت د صنایعو او کانونو خونې رییس امام‌الدین سنایي‌زاده په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «په دې نندارتون کې د ښځو د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعې په نږدې سلو غرفو کې کېښودل شوې دي. د سوداګرۍ خونې له لوري کېښودل شوي او د کار نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.»

یوشمېر سوداګرې مېرمنې چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی وايي، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د معرفي‌کولو په برخه کې اغېزمن تمامېدای شي.

رابعه چې دې نندارتون کې یې لاسي صنایعې او تولیدات نندارې ته اېښي، د سرپرست حکومت له‌خوا د خپلو تولیداتو د خرڅلاو د بازار په برابرولو ټینګار کوي.

هغې وویل: «موږ غواړو چې دغه شان نندارتونونه نور هم ډېر شي او ټولو ولایتونو کې زموږ تولیدات وپلورل شي. هېوادوال دې له بهرنیو تولیداتو ډډه وکړي او له کورنیو هغو دې استفاده وکړي.»

شمال زون کې د کار نړيوال سازمان استازې زواتي صورتي د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال د ښځو لپاره د دغه سازمان د مرستو د دوام ډاډ ورکوي او د بلخ له محلي ادارې څخه يې غوښتي چې د دغه نندارتون د فعاليتونو او سوداګرو ښځو لپاره مناسبه زمينه برابره کړي.

نوموړې وویل: «موږ د بلخ له ځايي مسولینو څخه غوښتنه کوو چې متشبثو ښځو ته د مناسبو کاري فرصتونو د برابرولو لپاره جدي کار وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر  اېکس هم وڅارئ

په روان میلادي کال کې دا د لاسي‌صنایعو او کورنیو تولیداتو لومړنی نندارتون دی چې په بلخ ولایت کې  د سوداګرو ښځو ملاتړ په موخه جوړیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام