Asset 1SWN

د هرات ګمرک مسوولان: د فساد کچه مو صفر ته ټيټه کړې

8-1

د هرات ګمرک مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ګمرک کې یې د فساد کچه صفر ته تیټه کړې او عواید یې ۶۰سلنه لوړ شوې دي.

د هرات د ګمرک رییس عبدالحمید حامد وايي چې روان کال یې کاري چارو کې روڼتیا رامنځته کړې او د کاري ظرفیت لوړولو په موخه یې پلانونه پلي کړي چې له مخې یې، د فساد کچه صفر ته ټيټه شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه څرګندونې هرات کې نن دوشنبه سلواغې ۱۶مه دغه ولایت کې د یو‌شمېر ادارو په ګډون په جوړ شوي خبري کنفرانس کې کړې دي.

دغه خبري غونډه د اوسپنې پټلۍ ادارې، ګمرک، سوند توکو، نورم او سټنډرډ، د اوسپنې پټلۍ کمېسار او د هرات د اوسپنې پټلۍ د ساتنې محلي قطعې چارواکو د خپلو پلانونو او کړنو په اړه جوړه شوې وه.

دې غونډه کې د هرات اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکو وویل چې ۱۴۰۳ کال کې به د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو انتقالات له ۳۰۰زره څخه ۵۰۰زره ته لوړ کړي.

د هرات اوسپنې ادارې رییس محمدنسیم محمدي په وینا، تېرو درېوو میاشتو کې یې ۶۷۶۶ ټُنه توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال کړې دي.

هغه وویل: «موږ تقریبا تراوسه تقریبا ٦٧٦٦ تن انتقالات کړي دي. ختم او بهره برداری تقریبا په درې میاشتو کې شوې دي. د بند قرارداد داسې شوی چې د اول کال څخه به د یو لک څخه نیولې تر درې لکه، یعنی د ١٠٠زره څخه نیولی تر ٣٠٠زره انتقالات کېږي. خو دا ظرفیت به حداقل اندازه یې. تقریبا داسي شته چې موږ ٥٠٠زره انتقالات په اول کال کې ولرو دا اوس ١٤٠٣ را روان دی تر ١٤٠٤.»

په ورته مهال د الجبیر د باروړونکي شرکت د عامل مدیر نصیب‌الرحمن نیازی وايي چې د روزنګ تم‌ځای د ۱۰۰زره ټُنه توکو د تخلیې لپاره چمتو دی او په وینا یې، راتلونکو پنځو کلونو کې به یې ظرفیت ۵۰۰زره ټُنو ته ورسېږي.

هغه وویل: «الجبیر شرکت دې برخه کې ۲۵۰زره ډالر پانګونه کړې. د روزنګ تم‌ځای هر کال د ۱۰۰زره ټُنه توکو د تخلیې ظرفیت او ساتنې ظرفیت لري چې پنځم کال کې به یې ظرفیت ۵۰۰زره ټُنو ته ورسېږي.»

سلام‌‌وطندار پر  اېکس هم وڅارئ

په دې خبري غونډه کې د هرات محلي مسوولانو سوداګرو او صنعت‌کارانو ته د توکو لېږد برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو ژمنه هم وکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام