د هرات ګمرک مسوولان وايي چې په تېر یوه کال کې یې ۲۰ میلیارډه افغانۍ عواید ټول کړي او په وینا یې، دغه ریاست کې د فساد مخنیوي سره یې عواید هم لوړ شوي دي.  

د هرات ګمرک عمومي رییس محمدبلال سلام‌وطندار ته ویلي، نه یوازې په دغه ګمرک کې د فساد کچه صفر ته را ټیټه کړې، بلکې د هرات په بندرونو او لویو لارو کې یې د باج اخیستو مخه هم نیولې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

محمدبلال، د هرات ګمرک رییس

د نوموړي په وینا، د تېرو کلونو په پرتله بهر ته د وچې او تازې مېوې، د سکرو ډبرو، د مرمرو ډبرو، د څښاک توکو او غالیو صادرات هم د پام وړ ډېر شوي دي.

هغه زیاتوي، هڅه کوي چې د ګمرک خدمتونه معیاري کړي، څو د سوداګرو د کاروبار او سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

د هرات ګمرک د دوو سوداګریزو بندرونو په لرلو سره د هېواد په اقتصاد کې ځانګړی ځای لري.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام