د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ګمرک عواید لوړ شوي دي.

د نیمروز د اطلاعات او فرهنګ رییس حبیب‌الله الهام سلام‌وطندار ته وايي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، د دغه ولایت د ګمرک عواید لوړ شوي دي. د نوموړي په وینا، د نیمروز د ګمرک ورځني عواید له ۲۰ تر ۳۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د ګمرک د عوایدو د لوړېدو اصلي لامل، د اداري فساد له منځه تلل او سوداګرو ته د تجارت په برخه کې د ډېرو اسانتیاوو برابرول په ګوته کوي.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان همداراز ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت له سوداګرو هر اړخیز ملاتړ کوي.

په ورته مهال نیمروز کې یو‌شمېر مدني فعالان د دغه ولایت د ګمرک د عوایدو له لوړوالي خوښي څرګندوي او له مسوولانو غواړي چې راټول شوي عواید دې، د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې مصرف کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دا مهال په ورځنۍ کچه د دغه ولایت د ابرېښمو پُل له لارې د سوداګریزو توکو شاوخوا ۱۰۰ موټر له هېواد بهر توکي صادروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام