د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، د صادراتو په برخه کې کورني عواید زیات شوي دي.

د هغه په وینا، تېر کال د صادراتو په برخه کې کورني عواید ۷۲۹ میلیون ډالرو ته رسېده، خو سږ کال دغه کچه شاوخوا یو میلیارد او ۹۶ میلیون ډالرو ته رسیږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مومند فساد څخه مخنیوی د عوایدو زیاتېدو اصلي لامل بولي. هغه وویل: « له هغې ورځې څخه چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی، له نیکه مرغه چې زموږ صادرات په تېرکال کې ۷۲۹ میلیون دالر وو، خو سږکال کې یو ملیارد اعشاریه ۹۶ میلیون دالر ته رسیدلي، پخوا به موږ له هرات څخه تر تورخم پوري موږ ۱۵۰ ځایه ځنځيرونه درلودل چې غیر قانوني پیسي به له موږ څخه اخیستل کیدل، چي دا اوس ختم شو او خلک  په داده زړه خپل تجارته ادامه ورکوي.»

ورته وخت کې د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په څرګندولو سره وايي، افغانستان کې تېرو څلوېښتو کلونو جګړې او تېر نظام کې اداري فساد د اقتصادي پرمختګ مخه نیولې وه.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه پراخه شوې ده. هغه له سوداګرو غواړي چې د پانګونې لپاره افغانستان ته بیرته راوګرځي.

د رییس الوزرا لومړی مرستیال زیاتوي، چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د ترانسپورت او ګمرکونو په برخه کې د سوداګرو ستونزې حل کړي. په همدې حال کې د افغانستان د صنعت‌ او کانونو خونې مشر شېرباز کمین‌زاده د سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره د امنیت تامینول له لومړیتوبونو څخه بولي.

هغه وویل: «که ملک آباد وي، چي صنعت مو جور نه وي زراعت مو نه جوریږي، چې صنعت مو جور نه وي مکتب مو نه جوریږي  او چې صعنت مو جور نه وي تاسي په خپل پښوو نه يي راون، کوریایی جنوبی وګوري، سنګاپور وګوري او دا تول دنیا وګوري چې په صنعت آباد دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سره له دې چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته نړیوالو پر افغانستان یو لړ محدودیتونه ولګول او ګڼو سازمانونو افغانستان کې د اقتصادي او بشري وضعیت خرابېدو په اړه رپوټونه ورکړي، خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه د صادراتو په برخه کې د عوایدو له زیاتېدو څخه خبر ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام