افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د نښه کولو په اړه د امریکا خبرداری

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک ميلي پرون د دغه هېواد د استازیو جرګې غونډې ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ منسجم کېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي چې افغانستان تر خپل څار لاندې لري او که چېرته له دغه هېواد څخه د امریکا پر ضد د ګواښ احساس وکړي، د شنډولو لپاره یې د بریدونو بشپړه وړتیا لري.

پکتیکا کې د روغتیايي خدمتونو له نشتون څخه د خلکو شکایت

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي د دغه ولایت په مرکز او یو‌شمېر ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو له نشتون څخه شکایت کوي او وايي، دې ولایت کې روغتیايي خدمات په نشت حساب دي.

د مرکز ښرنې، وازېخوا، خوشامند، وړممۍ او ګومل ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته وايي، د روغتیا په برخه کې له پراخو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.