د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا مسوولان وایي چې د تېرو کلونو په پرتله، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچه راټېټه شوې ده.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس زرک ځیرک د یوې غونډې پرمهال ویلي چې د تېر یوه کال له پیله تراوسه، په دغه ولایت کې، د ۲۰۰۰۰ په شاواخو کې ماشومان زېږیدلي چې یوازې ۵ مېرمنې د زېږون پرمهال مړې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو نوموړي په دغه ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې کچې د راټېټېدو لاملونو په اړه څه نه دي ویلي. هغه همداراز دا هم نه ده په ډاګه کړې چې د کومو لارو چارو به غوره کولو او روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو سره، په دغه ولایت کې د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچه راټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې اوس په میدان وردګ کې ۱۲۰ ښځینه روغتیا‌پالانې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د دښت توپ روغتیايي مرکز روغتیا پالې ظریفې په دې غونډې کې وویل چې د پخوا په پرتله یې خلکو ته د روغتیايي خدماتو رسول، ښه شوي دي.

نوموړې زیاته کړه چې د امنیت په ټينګښت سره، د دغه ولایت په ټولو سیمو کې یې خدمات په سمه توګه روان دي او ستونزې یې هوارې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم په میدان وردګ کې د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچې د راټیټېدو خبره کېږي، خو لا هم د دغه ولایت په لریو پرتو سیمو کې مېرمنو ته کلیوالي ولادتونه ورکول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام