کورونا؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۴کسان مړه کړي چې دوه يې په هرات کې دي او دوه يې په فراه کې او همداراز ۸۱ نور پر دغه ويروس اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۵۸۴ شکمنو کسانو نمونې کتلي.