د نورستان محلي مسوولان وايي چې پرون ناوخته د دغه ولایت په دواب ولسوالي کې یو موټر چپه شوی چې له کبله یې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نورستان د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د دې پېښې له ځایه یو مړی او څلور ټپیان وروړل شوي چې په خبره یې، ټپیان یې د ښې درملنې په موخه د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.
دا لومړی ځل نهدی چې په نورستان کې ټرافیکي پېښه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت د لویې لارې د خرابوالي له کبله ورته پېښې شوې دي.
هېواد کې د سړکونو خرابوالي او د موټرچلوونکو بېغورۍ له کبله نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو ټرافیکي پېښې کېږي چې له کبله یې ګڼشمېر افغانانو ته مرګژوبله اوړي.