د پکتيا والي محمد حليم فدايي ملت ته د حساب ورکولو کلنۍ غونډه کې وويل، دغه ولایت کې د يو شمېر ادارو رييسان بېکفايته دي او غوښتنه يې وکړه چې په خپله خوښه دې استعفاوې ورکړي.
که څه هم د پکتیا والي د کومې ادارې نوم نهاخلي خو وايي، ځینې ادارې د دې وړ نهدي چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
فدايي وويل، د ګمرګ د عوايدو په اړه هم خبرې وکړې او ويې ويل، يادې ادارې د عوايدو ټاکل شوی هدف نهدی پوره کړی.
د نوموړي په وینا، ګمرګ ته د يو ميليارد افغانيو د عوايدو د ټولولو هدف ورکړل شوی چې يوازې نيمايي پوره کړی دی.
نوموړی د ګمرک عوایدو کې د کمېدو لاملونه کورونا ويروس او د مديريت کمزورتیا يادوي. «ګمرک ته يو ميليارد اعشاريه شپږ ميليونه (۱،۶۰۰۰۰۰۰۰۰) هدف ورکړل شوی و چې دا هدف يې نه دی پوره کړی او پنځه سوه څلورپنځوس ميليونه پنځه لکه شپېته زره دوه سوه دوه دېرش (۵۵۴۵۶۰۲۳۲) افغانۍ يې راټولې کړي. په ګمرکاتو کې بايد اساسي بدلونونه راشي.»
په همدې حال کې د پکتيا يو شمېر مدني فعالان هم د ګمرک مديريت په ګډون د پوهنې او د شهيدانو او معلولانو رياستونو کې پر پراخ فساد نيوکه کوي.
هغوی يادو ریاستونو کې د بنسټيزو اصلاحاتو راوستو غوښته کوي.
د پکتیا اوسېدونکي همدارنګه وايي، حکومت ګمرکونو کې د شفافیت رامنځته کولو په برخه کې اغېزناکه ګام نه دی پورته کړی.
د پکتیا د ګمرک مدیریت مسوولان د عوایدو د کمېدو په برخه کې له څه ویلو ډډه کوي.