کابل کې د پرونۍ چاودنې پر وړاندې غبرګونونه

د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په بره‌کي څلولارې کې پرونۍ خونړۍ چاودنې د خلکو توند پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنیزو رسنیو ګڼ‌شمېر کاروونکو د قربانیانو پر وینو لړلیو جسدونو او ویډیوګانو په خپرولو سره چې ماشومان په‌کې د «مورې پورته شه!» نارې وهي، دا پېښه د اسلام او انسانیت خلاف بولي.
دغه راز، پر ټویټر هم د کابل د دې پېښې او وروستیو جنایتونو د غندلو لپاره د «#مورې پورته شه!» هشټګ په کارولو سره کمپاین پیل شوی دی.

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه تصویب کړه

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې له دوه ځله ردولو وروسته بالاخره نن دا بودیجه د رایو په ډېروالي سره تصویب کړه.
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي وايي چې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې په درېیمه مسوده کې د دې جرګې د غړیو ډېری غوښتنې او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.

پکتيا کې د ګمرک عوايد نيم په نيمه کم شوي

د پکتيا والي محمد حليم فدايي ملت ته د حساب ورکولو کلنۍ غونډه کې وويل، دغه ولایت کې د يو شمېر ادارو رييسان بې‌کفايته دي او غوښتنه يې وکړه چې په خپله خوښه دې استعفاوې ورکړي.

د پوهنې وزارت د تهيې او تدارکاتو رييس د فساد په تور ونيول شو

لويه څارنوالي وايي، د پوهنې وزارت د تهيې او تدارکاتو او د وارث سیر شرکت رييسان يې د اداري فساد په تور نيولي دي.

يادې څرنوالۍ نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، دا دوه کسان د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ځانګړې څارنوالۍ له خوا تر یو لړ څېړنو وروسته د اداري فساد په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر درېیمه نیول شوي.