Asset 1SWN

د پوهنې وزارت د تهيې او تدارکاتو رييس د فساد په تور ونيول شو

01-268

لويه څارنوالي وايي، د پوهنې وزارت د تهيې او تدارکاتو او د وارث سیر شرکت رييسان يې د اداري فساد په تور نيولي دي.

يادې څرنوالۍ نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، دا دوه کسان د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ځانګړې څارنوالۍ له خوا تر یو لړ څېړنو وروسته د اداري فساد په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر درېیمه نیول شوي.

د څارنوالۍ په وينا، د دوی دوسیه تر هراړخیزې څېړنې لاندې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د پوهنې وزارت د تهیې او تدارکاتو ريیس د وارث سیر شرکت له رييس سره په ګډه یو مستعمل جنراتور چې په قاچاقي ډول يې هېواد ته رادننه کړی او په ۱۲ میلیونه افغانیو يې اخیستی و، دولت ته زیان اړولی دی.

پوهنې وزارت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام