Asset 1SWN

د ګمرکونو او ټرافیک ریاستونو ۱۰ کارکوونکي د فساد په تور ونیول شول

MOI-1-p355o9dafuzavxtxtkmz04m1e3v2l5s70i2446av10

د کورنیو چارو وزارت وايي، د اداري او مالي فساد په تور يې د ګمرکونو او ټرافیک ریاستونو ۱۰ کارکوونکي نيولي دي.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان يې په کابل کې د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رياست پولیسو له لوري د يو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې نیولي.

د خبرپاڼې له مخې، د پيسو اختلاس، غیرقانوني باج اخیستنې او همدارنګه له وظیفوي صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستنه پر یادو کارکوونکو عمده تورونه دي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې همداراز راغلي، دا کسان د ټراسپورتي شرکتونو له څښتنانو سره د کورنیو چارو د وزیر تر کتنې وروسته نیول شوي دي. یاده کتنه د روان کال د سلواغې په دېرشمه نېټه د پنجشنبې په ورځ «دوه ورځې مخکې» شوې.

د خبرپاڼې له مخې، د کورنیو چارو وزیر د ټراسپورتي شرکتونو څښتنانو ته ډاډ ورکړ چې د د دوی او موټرچلوونکيو شکایتونو ته یې د رسېدنې په پار جدي ګامونه تر لاس لاندې نیولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام