Asset 1SWN

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت دوه چارواکي او لس کارکوونکي د بډو اخيستو په تور نيول شوي

151973777_482743312719907_6804849995634181433_n

په ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته ويلي چې د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست کارکوونکو نن د دغه وزارت د مالي او اداري عمومي ریيس عبدالرحمان عزیزي په ګډون، لس کارکوونکي د ۱۲۰ میلیونه افغانیو بډو اخيستو په تور ونیول.

د سرچينې په وينا، ياد کسان نن په دغه وزارت کې نيول شوي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي چې د دغه وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست کارکوونکو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت دوه لوړپوړي چارواکي او لس کارکوونکي نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق آرین وايي، د یاد ریاست پولیسو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري عمومي رییس، د تدارکاتو عمومي رییس او لس کارکوونکي نیولي دي.

د هغه په وینا، یادو کسانو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په قراردادونو کې میلیونونه افغانۍ په جیبونو کې اچولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت ځواکونو تېره اوونۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه ودانيو د برنامې رييس انجينر عبدالحکیم ايوب هم له څو انجينرانو سره په زابل کې د يوه خيالي ښوونځي د جوړولو په تور ونيوه.

انجینر عبدالحکیم ایوب

په ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې سرچینې ویلي چې عبدالحکیم ايوب له نيول شويو انجينرانو سره په ګډه د ياد ښوونځي لپاره ۳۹ میلیونه افغانۍ اېستلي، خو په وينا يې، ښوونځى نه دى جوړ شوى.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام