Asset 1SWN

کورنيو چارو وزارت ۱۸۶کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

4731636-p350bfr6gd0r7nx0rq350aayfk9ekfagu49azq79g4

کورنيو چارو وزير محمدمسعود اندرابي وايي، ۱۳۵د لويو لارو مسوولان او ۵۱ د کابل د امنيتي دروازو کارکوونکي يې د باج اخيستو له کبله د شکایتونو له مخې له دندو ګوښه کړي دي.

نوموړي دغه موضوع نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلې ده. د کورنيو چارو وزير ويلي، په دې برخه کې اصلاحاتو لپاره د یاد وزارت امنيتي مرستيال له ټاکل شويو ټيمونو سره په ګډه کار کوي.

وروسته له هغه چې په هېواد کې د موټر چلوونکيو او ټرانسپورټي اتحادیو په لویو لارو کې د باج اخيستنې په اړه اعتراض وکړ، د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي په خپله دې شکايتونو ته رسېدو لپاره مسووليت پر غاړه واخيست.

په هېواد کې د موټر چلوونکيو او ټرانسپورټي اتحادیو اعتراض او د هرات اسلام‌کلا ګمرک کې اورلګېدنې په  بازارونو کې د خوراکي او سون توکيو بيې لوړې کړې. د موټرو چلوونکيو او ترانسپورټي شرکتونو په مشروطه توګه خپل څو ورځنی اعتراض او کاربنديز پای ته ورساوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام