محب: ملي امنیت ته د مولوي انصاري څرګندونو د ارزونې دنده وسپارل شوه

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د افغانستان اوسني نظام په اړه هرات کې د مولوي مجیب‌الرحمان انصاري وروستۍ څرګندونو په غبرګون کې ويلي، هر هغه څوک چې د نظام پر ضد خلک وپاروي، ياغي دی.

حمدالله محب د مولوي انصاري څرګندونې د افغانستان او نړۍ د ټولو علماوو د دریځ خلاف بولي او وايي، ښايي چې دغه څرګندونې د سیمې استخباراتو کې ریښه ولري.
د نوموړي په خبره، د انصاري د خبرو تر شا ښایي د سیمې د استخباراتو لاس وي او په همدې موخه ملي امنیت ته دنده سپارل شوې تر څو ارزونه یې وکړي…

د ګمرکونو او ټرافیک ریاستونو ۱۰ کارکوونکي د فساد په تور ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت وايي، د اداري او مالي فساد په تور يې د ګمرکونو او ټرافیک ریاستونو ۱۰ کارکوونکي نيولي دي.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان يې په کابل کې د کورنيو چارو وزارت له درنو جرمونو سره د مبارزې رياست پولیسو له لوري د يو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې نیولي.

معترضو صرافانو د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي په دیکتاتورۍ تورن کړ

نږدې ۱۶ ورځې کېږي چې په ټول هېواد کې د صرافانو کاربندیز او اعتراض روان دی؛ خو د اعتراض کوونکيو په وینا تر دې مهاله حکومت په ځانګړي توګه د افغانستان بانک د دوی د ستونزو د هواري لپاره هېڅ راز ګام نه دی پورته کړی.

د امريکا دفاع وزير د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ

د امريکا دفاع وزیر لوېډ سټین پرون په خپل لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمولو په بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د تاوتریخوالي په کمولو پورې تړاو لري.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت دوه چارواکي او لس کارکوونکي د بډو اخيستو په تور نيول شوي

په ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې يوې سرچينې سلام وطندار ته ويلي چې د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې رياست کارکوونکو د دغه وزارت د مالي او اداري عمومي ریيس عبدالرحمان عزیزي په ګډون، لس کارکوونکي د ۱۲۰ میلیونه افغانیو بډو اخيستو په تور نيولي دي.
د سرچينې په وينا، ياد کسان نن په دغه وزارت کې نيول شوي دي.

«امریکا افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره د ډیپلوماټیک بهیر بشپړ ملاتړ کوي»

د امریکا ولسمشر وايي چې دولت یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره د روان ډیپلوماټیک بهیر بشپړ ملاتړ کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن چې پرون په انلاین ډول د مونیخ په امنیتي غونډه کې خبرې کولې وویل، دا چې یو ځل بیا د ترهګرو پر ځالې د افغانستان نه بدلېدو او د امریکا، د متحدانو او د هغو د ګټو پر وړاندې د ګواښ نه موجودیت په اړه د ډاډ ترلاسه کېدو پر موضوع به ودرېږي.

کابل کې درې بېلابېلې چاودنې؛ ۵ کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي

کابل ښار نن سهار د درېوو بېلابېلو چاودنو شاهد و.

د کابل امنیه قومانداني تاییدوي چې په دغو چاودنو کې ۵ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک پر یوه کرولا ډوله موټر شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

«د ناټو سازمان له ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دی»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له ولسمشر محمداشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغان سولې په برخه کې فعاله ډیپلوماسي کاروي، څو دغه بهیر بریا ته ورسېږي. نوموړي دغه راز ویلي چې ناټو به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.