د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د افغانستان اوسني نظام په اړه هرات کې د مولوي مجیب‌الرحمان انصاري وروستۍ څرګندونو په غبرګون کې ويلي، هر هغه څوک چې د نظام پر ضد خلک وپاروي، ياغي دی.

حمدالله محب د مولوي انصاري څرګندونې د افغانستان او نړۍ د ټولو علماوو د دریځ خلاف بولي او وايي، ښايي چې دغه څرګندونې د سیمې استخباراتو کې ریښه ولري.

د نوموړي په خبره، د انصاري د خبرو تر شا ښایي د سیمې د استخباراتو لاس وي او په همدې موخه ملي امنیت ته دنده سپارل شوې تر څو ارزونه یې وکړي.

دغه راز د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج بیا د مولوي مجیب الرحمن انصاري د وروستیو څرګندونو په اړه د قانوني اقدام خبر داری ورکړی.

تر دې وړاندې د ولسمشر د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل پر خپله ټوېټرپاڼه ویلي و، د امنيتي ځواکونو او د اوسني نظام پر وړاندې څرګندونې لویه ګناه ده.

د هرات والي عبدالوحید قتالي هم د مولوي انصاري د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، دغه ولایت د داعش تولید لپاره ځای نه دی.

د هرات والي د په وینا، اوس د دې وخت تېر شوی چې یو څوک دې د پرديو په لارښوونه افراطي فکر تولید کړي.

د هرات د جامع جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان انصاري تېره ورځ د جمعې لمانځه پرمهال اوسني نظام څخه ملاتړ لویه ګناه وبلله او له امنیتي ځواکونو یې غوښتي و چې د دغه نظام لپاره کار ونه‌کړي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام