د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه ویډیويي پیغام کې له ټولو والیانو، امنیې قوماندانانو، د امنیت آمرانو او ولسوالانو غوښتي چې خلکو ته سپارښتنه وکړي، څو د خپلو څاه‌ګانو سرونه پټ کړي.

کورنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې که خلک د خپلو څاه‌ګانو د سرونو پټولو کې بې‌غوري وکړي، دغه وزارت به یې عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژني.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عبدالنافع ټکور ویلي، «که څوک د خپلو څاه‌ګانو د پټولو وسه نه لري، یو پلاوی به یې لګښتونه په ګوته او حکومت به ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له یوشمېر ولایتونو څخه د برمو او نورو څاه‌ګانو ته د یوشمېر کسانو، په تېره ماشومانو د ور لوېدو خبرونه ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې په تېرو اتو میاشتو کې ۲۵ کسان څاه‌ګانو ته د ور لوېدو له کبله مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام