په کندهار ولایت کې ځايي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالي کې یوه اومېندواره مېرمن ۶۰ متره ژورې څاه ته ورلوېدلې ده.

سرچینې وویل، د ژغورنې او روغتیايي کارکوونکو ډله سیمې ته رسېدلې او د اوبو څاه څخه د دغې مېرمنې د رایستلو لپاره هڅې روانې دي، خو تراوسه یې د وضعیت په اړه کره معلومات نه‌شته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار ولایت مقام هم پېښه تاییدوي او وايي چې اړوندو ریاستونو ته دنده سپارل شوې، څو هر څه ژر دغه مېرمن وژغوري.

مسوولان وايي چې بشپړ جزییات په وروسته رسنیو سره شریک کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د هېواد نورو سیمو په ځانګړې توګه سوېلي ولایتونو کې ګڼ‌شمېر ماشومان د اوبو څاګانو ته لوېدلي چې یوشمېر یې ژوند بایللی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام