باختر خبري اژانس ویلي چې عملیاتي ځواکونه او روغتیايي ډله بریالۍ شوې چې زابل کې یوې څاه ته لوېدلی ماشوم راوباسي، خو د دې اژانس په وینا، یاد ماشوم د تنفسي ستونزو له امله ساه ورکړې ده.

په زابل کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شرافت وايي، یاد ماشوم په څاه کې دننه ساه ورکړې وه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني هم پر خپل ټویټرپاڼه د یاد ماشوم د مړینې خبر تایید کړی دی. حقاني او د اسلامي امارت د دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې له یو‌شمېر لوړپوړو چارواکو سره زابل ته تللي وو.

له دې وړاندې باختر دولتي اژانس ویلي و چې د ژغورنې ډلې د یاد ماشوم د ژغورلو عملیات په بریالیتوب سره پای ته رسوي او یاد شپږ کلن ماشوم یې له ۹۶ ساعتونو وروسته له څاه څخه راوېستلی دی.

په ورته مهال باختر اژانس پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، یاد ماشوم په جدي توګه د ډاکټرانو تر څار او تشخیص لاندې دی او د لا درملنې په موخه په یوې چورلکه کې کابل ته لېږدل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه ماشوم تېره سه شنبه د زابل مرکز کلات یوې لرې پرته سیمه کې یوې ۳۰ متره څاه ته لوېدلی و.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام