وسله‌والو طالبانو نن سهار د کندهار ښار د دیارلسمې، اتمې، اوومې او پنځلسمې امنیتي حوزو اړوند پر یوشمیر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې دغه بریدونه په ځینو سیمو کې لا هم جګړه روانه ده. دغه راز، د کندهار په ارغنداب، ډنډ او دامان ولسوالیو کې هم د وسله‌والو طالبانو د بریدونو خبرونه را رسېدلي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول‌اردو او د  ۰۳ ځانګړې قطعې له لوري په په خپرو شویو خبرپاڼو کې لیکل شوي چې په یادو سیمو کي يې تر جګړې وروسته د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۶۰ وسله‌وال طالبان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو وسله‌وال طالبان بیا دا خبره نه مني او پر کندهار ښار سربېره، په یوشمېر ولسوالیو کې د پرمختګ خبره کوي.

په همدې حال کې نن سهار د غزني ښار د پولیسو شپږمه امنیتي حوزه هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده. ځايي سرچینې وايي، د غزني پولیسو شپږمه امنیتي حوزه او د پوځ یو لوی بېز چې په همدې حوزه کې و، تېر ماښام د امنیتي ځواکونو له لوري تخلیه شوی او طالبانو نیولی دی.



د غزني د ولایتي شورا غړی غلام‌سخي زابلی هم وايي چې د شپږمې حوزې ودانۍ او نورې برخې د طالبانو په کنټرول کې دي او طالب جنګیالیو په ځینو لوړپوړو ودانیو کې هم سنګرونه جوړ کړي دي.

په غزني کې د یادو سیمو اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې امنیتي ځواکونو تېر ماښام له سختو نښتو وروسته له دوو نظامي مرکزونو شاتګ کړی دی، خو د غزني ولایتي مسوولان په دې اړه څه نه وايي.

د افغانستان د نورو ولایتونو ترڅنګ، هلمند کې هم جګړې زور اخیستی چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي. یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم يې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس هم د لښکرګاه ښار په درېیمې، اوومې، اتمې او نهمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې جګړه روانه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ، د جګړې پر مهال د درنو وسلو کارونې او هوايي بریدونو د لښکرګاه ښاریانو ژوند سخت کړی دی. د لته په جګړه کې هره ورځ دواړه لوري یوه او بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.

په هلمند کې مدني فعال عبدالحق ځواکمن سلام‌وطندار ته ویلي چې د لښکرګاه ښار جګړه تر بل هر وخته ډېره شوې ده. د هغه په خبره، د دغه ولایت د نورو اوسېدونکو ترڅنګ، ملي پانګه‌وال چې دلته يې د میلیارډونو پیسو پانګونه کړې، له نورو ډېر اندېښمن دي. ځواکمن وايي، اوسنی ناسم امنیتي وضیعت نور د زغملو نه دی.

دا په داسې حال کې ده چي تېره شپه د تخار په تالقان ښار کې هم د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې جګړه شوې او د چارواکو په وینا، د طالبانو د لایزري قطعې غړیو په ګډون يې ۲۵ طالبان وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کی د وسله‌والو طالبانو بریدونه د ځینو ولایتونو پر ښارونو پیل شوي چي عام وګړي یې سخت اندېښمن کړي او خپلې مېنې یې پرېښې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام