Asset 1SWN

طالبانو د ټرمپ د بريا هيله وکړه؛ د ټرمپ د ټاکنيز ټيم وياند: موږ ستاسو ملاتړ نه منو

Doha-owqx5lct0o4m3743dsm3ugplifrjayecbmdgbp6qok

 

طالبانو د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بريا هيله او ملاتړ کړی دی. د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو يوه وياند ذبیح‌الله مجاهد له سي‌بي‌اس خبري اژانس سره په ټلفوني اړيکه کې ويلي چې دوی هيله لري ټرمپ يو ځل بيا د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو کې بريالی شي.

سي‌بي‌اس خبري شبکې د ذبيح‌الله مجاهد له قوله ليکلي: « موږ ( طالبان) هيله لرو چې ټرمپ په ټاکنو کې بريالی شي او له افغانستانه خپل سرتېري وباسي.»

طالبانو همداراز ويلي، په دې اندېښمن و چې ټرمپ پر کورونا ويروس اخته شوی و. دوی ويلي چې اوس د خوښۍ ځای دی چې د ټرمپ روغتيايي وضعيت ښه شوی دی.

د ټرمپ د ټاکنيز ټيم وياند ټيم مورټو د طالبانو له لوري په ټاکنو کې د ټرمپ د بريا د ملاتړ  په غبرګون کې ويلي چې دوی د طالبانو ملاتړ «ردوي». مورټو زياته کړې، طالبان بايد پوه شي چې د امريکا ولسمشر ټرمپ په هر ډول شرایطو کې د امريکا ګټې ساتي.

وروسته له دې څرګندونو د طالبانو وياند پر خپله ټوېټر پاڼه وليکل چې سي‌بي‌اس خبري شبکې د دوی له خبرو ناسم تعبیر کړی او دوی داسې څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ويلي له افغانستانه به خپل سرتېري وباسي او افغانستان کې تر ټولو اوږده جګړه به پای ته ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام