سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو ژورو څاګانو ته د ماشومانو د لوېدو پېښې څېړلي چې د دغو څېړنو پربنسټ، د تېرو اتو میاشتو پرمهال د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان څاه ته د لوېدو له امله مړه شوي دي.
سلاموطندار موندلې چې په دغو ولایتونو کې په دې موده کې ۲۶ پېښې شوي چې ۲۵ کسانو پهکې ژوند بایللی او دوه کسان بیا ژغورل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه دلته وڅارئ
د سلاموطندار د راټولولو شویو معلوماتو پربنسټ، له تېرو اتو میاشتو راهیسې هلمند کې ۱۲، کندهار کې ۵، روزګان کې ۳، غزني او فاریاب کې دوه – دوه، زابل، هرات او پکتیکا کې بیا څاه ته د کسانو د لوېدو یوه – یوه پېښه ثبت شوې ده.
د معلوماتو پر بنسټ یوازې د هېواد په هرات او پکتیکا ولایتونو کې څاه ته لوېدلي ماشومان ژغورل شوي دي.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحمتالله حماد نیازی وايي چې څاګانو ته د ماشومانو لوېدو اصلي لامل د کورنیو بېحتیاطي او د څاګانو ډېرېدل دي.
زابل هغه ولایت دی چې نږدې اووه میاشتې وړاندې دغه ولایت کې د حیدر په نوم یو ماشوم د «جلدک او شوخک» سیمه کې ژورې څاه ته لوېدلې و چې په محلي او مرکزي کچه یې چارواکو د را اېستلو هڅه وکړه، خو نوموړی یې ونشو ژغورلی.
بلخوا بیا د هلمند او کندهار اوسېدونکي وايي، هغوی چې د وچکالۍ له امله یې د ځمکو خړوبولو لپاره ژورې څاګانې کیندلي، سرونه یې باید وپوښي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت یوې خبرپاڼه کې ټولو هېوادوالو ته خبرداری ورکړ چې په خپلو سیمو کې د ژورو څاګانو سرونه وپوښي، خو داسې ښکاري چې تراوسه دغه چاره نه ده عملي شوې.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د هلمند نادعلي او کجکي ولسوالیو کې ژورو څاګانو ته د لوېدو په دوو جلا – جلا پېښو کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
له دې وړاندې بیا د اګسټ په ۲۲مه د غزني قرهباغ ولسوالي کې هم یو ماشوم څاه ته له لوېدو وروسته مړ شوی و.