Asset 1SWN

د غور مرکزي او د ولسوالیو لویې لارې د واورې د ورښت له امله تړل شوي

IMG-20221229-WA0000-pzv19w0kbuyvuv1m4fvn98vqmuulzcl1begatyv8nc

د غور د ځمکني ټرانسپورټ امر ضیا‌الحق جندالله سلام‌وطندار ته وايي چې له بېګاه شپې راهیسې د سخت توپان او واورې له امله د کابل-غور او غور-هرات لویو لارو سربېره د یاد ولایت ولسوالیو ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوي دي.

نوموړي ویلي: «موږ بېګاه شپه خپلو نماینده‌ګیو ته وویل چې مسافرین انتقال نه کړي، ځکه وضعیت خراب دی او لاره کې ایسار پاتې نه‌شي او خلک له ستونزو سره مخ نه‌شي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غور د ځمکني ټرانسپورټ امر له ټولو مسافرینو غواړي چې د هوا تر ښه کېدو او د لویو لارو تر پاک کېدو دې، له سفر کولو ډډه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل-غور او غور-هرات لویو لارو ترڅنګ د غور ټولې مواصلاتي لارې غرنۍ او خامه دي چې تل په ژمي کې د مسافرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام