د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالي کې يوه ځوان د عصبي ناروغي له امله ځان‌وژنه کړې ده.

د کندهار د والي وياند حاجي زيد سلام‌وطندار ته ویلي، په عصبي ناروغي اخته دغه کس د کندهار د پنجوايي ولسوالي په زنګۍ‌اباد کلي کې پرون شنبه‌ د تلې ۱۶مه ځان ځندۍ کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د حاجي زید په وینا، دغه کس په رسۍ ځان ځندۍ کړی او ځان‌وژنه یې کړې ده.

کندهار کې داسې مهال دغه کس ځان‌وژنه کوي چې له دې وړاندې  هم یاد ولایت کې یوه پلار چې ویل کېږي، پر رواني ناروغۍ اخته وو، خپل درې زامن یې وژلي وو.

بل‌خوا د کندهار شاه‌ولي کوټ ولسوالي کې د هغه زده‌کړیال جسد له اوبو اېستل شوی چې درې ورځې وړاندې یې ډوب کړی و.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د کندهار د والي ویاند حاجي زید ویلي چې دغه زده‌کړیال د کندهار پوهنتون زده‌کړیال و او د غزني اصلي اوسېدونکی دی چې جسد یې نن امنیتي ځواکونو له اوبو را اېستلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام