په کندهار کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، یوه کس خپل درې زامن حلال کړي او وژلي یې دي.

سرچینې زیاته کړې چې پېښه د دغه ولایت د ډنډ ولسوالي په کارېز سیمه کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کندهار د والي ویاند حاجي زید سلام‌وطندار ته ویلي، دغه کس څو ورځې وړاندې خپل درې زامن تر وژلو وروسته په یوې هدیره کې خښ کړي وو.

حاجي زیاد زیاته کړه چې دغه کس د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی.

تراوسه معلومه نه ده چې دغه کس ولې خپل درې زامن حلال کړي او بیا یې په یوې هدیره کې خښ کړي دي.؟

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې د هېواد په ځینو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې تر ډېره یې لامل کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام