د هلمند په نوزاد ولسوالي کې یوه محلي سرچینه وايي چې د دغه ولسوالي په «برنوزاد» کلي کې یوه کس خپل زوم په مرموز ډول وژلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې وژل شوی کس د کندهار اصلي اوسېدونکی دی او نوزاد ولسوالي کې د خپل خُسر کور ته راغلی و. د سرچینې په وینا، قاتل د خپل زوم له وژنې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست د مطبوعات امر محمد قاسم ریاض د پېښې پخلي ترڅنګ، وايي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د کورنۍ شخړو او تاوتریخوالي له امله ورته پېښې رامنځته شوي دي. څو اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په خانشین ولسوالي کې یوه پلار خپل شپږ کلن زوی وهلی او ډبولی و چې له امله یې مړ شوی و.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام