د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي چې د دغه ولایت مسوولانو او امنیتي ځواکونو د چپرهار ولسوالي د «کارېز» له سیمې د یاسین په نوم یو ځوان چې څو ورځې وړاندې یې خپل پلار وژلی و، نیولی دی.
د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي، دغه ځوان د خپل پلار له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلی و چې د دوی له لوري نیول شوی او اوس په بند کې دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال مسوولان زیاتوي چې له څېړنو وروسته به نیول شوي کس عدلي او قضايي ارګانونو ته وروسپاري.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوي چې تر ډېره یې لامل کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.