د غزني امنیتي مسوولان وايي، یوې ناوې د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالي کې ځان را ځړولی او وژلی دی.
د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته ویلي چې دغې ناوې نن (د کب لسمه، د پنجشنبې ورځ) د قرهباغ ولسوالي په مزدورکي سیمه کې د خپل پلار په کور کې ځان را ځړولی او وژلی دی.
د دغې ناوې پلار وايي، لور یې درې میاشتې مخکې واده شوې وه او خاوند یې اوس په ایران کې دی. دغه ناوې چې کله د پلار کور ته راغلې، هلته یې په یوه کوټه کې ځان را ځړولی دی.
د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې هم یوه ځوان د غزني د مرکز اړوند په قرهباغي سیمه کې ځان وژلی و.