Asset 1SWN

د افغانستان بانک: هېواد کې د تورم نرخ ۱۱سلنه ټیټ شوی

Fs7ikqPWIAAIGVv

د افغانستان بانک مسوولانو نن کابل کې یوې خبري ناستې ته د یاد بانک د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د هېواد د تورم نرخ ۳.۵سلنې ته ټیټ شوی دی.

د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، ۱۴۰۰ کال کې د تورم نرخ ۱۵.۳سلنې څخه په ۱۴۰۱ کال کې ۳.۵سلنې ته ښکته شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان بانک د پولي سیاستونو رییس احمدجواد سداد په دې اړه وویل: «د تورم د ښکته کېدو لاملونه د پولي سیاستونو تطبیق، بل د صادراتو زیاتوالی چې اغېز یې لره. همداراز د سیمې د یو‌شمېر هېوادونو د پولي واحدونو ټيټېدل او افغانیو ته ډېره تقاضا او هغه بشري مرستې چې افغانستان ته راځي، هغه هم له شک پرته مهمه ونډه لري.»

د دې ترڅنګ د افغانستان بانک مسوولانو یادې خبري ناسته کې وویل چې تېر لمریز کال کې یې ۸ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۵۹سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان بانک چارواکو په وینا، په ۱۴۰۱ کال کې درې میلیارده، ۱۴۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ نوي چاپ شوي افغاني بانکنوټونه هم هېواد ته رسېدلي دي.

دوی زیاته کړه چې دغه بانک غواړي په راتلونکي کې د هېواد بانکي سېسټم په بشپړ ډول په اسلامي بانکدارۍ بدل کړي.

د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ رییس محمدیوسف سلیم وویل چې د اوسنیو شرایطو سره سم یې خپلو پالیسیو کې بدلون راوستی دی. هغه وویل: «تېرکال مو ټول قوانین او مقررا وڅېړل او هڅه مو وکړه چې اوسنیو شرایطو سره سم پالیسۍ بدلې کړو.«

د افغانستان بانک عملیاتي رییس محمدعباس سامح وویل: «زموږ هڅې لامل شوې چې ارزي ذخایرو کې ډېروالی راشي. د وروستیو شمېرو له مخې، د هېواد ارزي ذخایر په ټولیزه توګه ۹.۲۸ میلیارډ ډالرو ته رسېږي چې له ډلې یې ۷.۳ ملیارډه ډالر چې ۷۹سلنه جوړوي، د امریکا په واک کې دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان بانک د معلوماتو پر بنسټ، تېرکال د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱،۰۱سلنه و چې دغه شمېر بیا ۱۴۰۰ کال کې څه باندې ۱۳سلنې ته رسېده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام