Asset 1SWN

سلام وطندار

لغمان کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د مالټو نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه

WhatsApp Image 2023-12-09 at 16.27.22_d00bf8e7

د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون، په قرغیو او الیشنګ ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د ۲۸۰۰۰ نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه.  

د لغمان والي قاري زین‌العابدین عابد وایي چې د مالټو د دغو باغونو پر جوړولو یو لک امریکایي ډالره لګښت راځي چې د اېف‌اې‌او موسسې له لوري ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لغمان د کرنې رییس محمدولي محسن وایي، د لغمان اوبه او هوا د سټروسو کورنۍ د تولید لپاره مناسبې دي او په‌کار ده چې دې برخې ته یې پاملرنه وشي.

مسوولان وايي چې د مني موسم د سټروسو کورنۍ د کر لپاره مناسب وخت دی؛ نو ځکه یې په دغه وخت کې د مالټو بڼونو جوړولو او د نیالګیو د وېش لړۍ پیل کړه.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په همدې حال کې د اېف‌اې‌او موسسې ولایتي مسوول یاسین نوري وایي چې د پسرلي موسم کې به د شاوخوا دوه لکه مېوه‌لرونکو نیالګیو په وېش سره لسګونه باغونه جوړ کړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام