له پاکستانه پر را اېستل شویو افغانانو دوه‌ لکه نومرې ځمکه وېشل کېږي

یوشمېر هغه افغان کورنۍ چې تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راکډه شوي وايي، لا هم د استوګنې لپاره ځای نه لري او په وینا یې، په سړه هوا کې له خپلو ماشومانو سره په خیمو کې شپې او ورځې تېروي.
اسدالله او شباب له حکومت څخه غواړي چې د اوسېدو ځای برابرولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ ا.ا: په افغانستان کې صفر ته نږدې شوی

ا.ا د ډسمبر نهمې نېټې یا له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله وايي، په افغانستان کې فساد صفر ته نږدې شوی او په وینا یې، په تېرو دوو کلونو کې یې پر وړاندې سخته مبارزه کړې او اجازه به ور نه کړي چې بیا زیات شي.

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد وايي: «ا.ا توانېدلی چې فساد صفر ته نږدې کړي او پر وړاندې یې ښه مبارزه کړې. فساد، ټولنیز او اخلاقي فساد یې کم کړی. دا په دې مانا چې موږ یې پر وړاندې درېږو، څو دا بیا یوه ټولنیزه پدیده ونه ګرځي.»

لغمان کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د مالټو نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه

د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون، په قرغیو او الیشنګ ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د ۲۸۰۰۰ نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه.
د لغمان والي قاري زین‌العابدین عابد وایي چې د مالټو د دغو باغونو پر جوړولو یو لک امریکایي ډالره لګښت راځي چې د اېف‌اې‌او موسسې له لوري ورکول کېږي.

ا.ا پر خپلو دوو چارواکو د امریکا لګېدلي بندیزونه بې‌منطقه بللي

د امریکا مالیې وزارت د یوه نوملړ په خپرولو سره ویلي چې دغه هېواد د بشري حقونو د نقض له کبله د افغانستان، چین، ایران او هایتي پر ۲۰ سیاسي او پوځي چارواکو بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د نویو بندیزونو په نوملړ کې د ا.ا د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رییس فریدالدین محمود نومونه هم شامل دي.

پاکستان تراوسه له ۴۱۸ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته را اړولي

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی چې تر اوسه ۴۱۸ زره او ۹۸۰ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي. د پاکستان راډیو نن (د لیندۍ اتلسمه، د شنبې ورځ) لیکلي چې یوازې پرون ۲۴۷۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي. د دې رسنۍ په وینا، د افغانانو په ګډون، په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه کسانو د اېستلو لړۍ روانه ده.