Asset 1SWN

سلام وطندار

د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ ا.ا: په افغانستان کې صفر ته نږدې شوی

mandegar-39

ا.ا د ډسمبر نهمې نېټې یا له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله وايي، په افغانستان کې فساد صفر ته نږدې شوی او په وینا یې، په تېرو دوو کلونو کې یې پر وړاندې سخته مبارزه کړې او اجازه به ور نه کړي چې بیا زیات شي.

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد وايي: «ا.ا توانېدلی چې فساد صفر ته نږدې کړي او پر وړاندې یې ښه مبارزه کړې. فساد، ټولنیز او اخلاقي فساد یې کم کړی. دا په دې مانا چې موږ یې پر وړاندې درېږو، څو دا بیا یوه ټولنیزه پدیده ونه ګرځي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې لا هم په هېوادونو کې له فساد سره د مبارزې پر وړاندې خنډونه شته او په ټوله نړۍ کې له هرو پنځو کسانو څخه یو یې فساد یا بډو ورکولو ته اړ کېږي. د دغه راپور له مخې، د نړۍ په ۱۲۴ هېوادونو کې لا هم اداري فساد شته.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د فساد د ناوړه پایلو په اړه هم خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده: «فساد د ټولنې پر هر اړخ منفي اغېزې لري او دا په نامتناسب ډول د مېرمنو په ګډون، تر ټولو بې‌وزله او ډېر وروسته پاتې خلک اغېزمنوي. همداشان، ډیموکراټیک بنسټونه کمزوري کوي، د حکومتولۍ پر سېسټمونو باور کموي او بې‌وزلي زیاتوي؛ د سرچینو ناقانونه کارولو ته لاره هواروي او د سولې پروسې هم ځنډوي.»

خو د ا.ا د پلټنې عالي اداره وايي چې په تېرو دوو کلونو کې په دولتي ادارو کې له فساد سره د مبارزې په موخه هغه دوسیې چې د سرچینو د له لاسه ورکولو احتمال یې درلود، د خپلو څېړنو په پایله کې یې راغونډې کړي او د وروستیو اجرااتو په موخه يې مشرتابه ته سپارلې دي.

د پلټنې عالي ادارې د اطلاعاتو او رسنیو برخې کارپوه ذبېح‌الله ذکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې د دې ادارې د څېړنو په پایله کې په وزارتونو او ادارو کې د فساد، غلا او له دولتي بودیجې د ناوړه ګټې اخیستنې قضیې تثبیت شوې دي.

هغه زیاتوي: «دغې ادارې په وروستیو دوو کلونو کې په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا ۶۳۶ پلټنې کړي او هغه موارد چې د سرچینو د له لاسه وتلو احتمال یې درلود، په وزارتونو او ادارو کې د څېړنو او ارزونو په پایله کې په نښه او د فساد، غلا او ناوړه ګټې اخیستنې دوسیې یې لویې څارنوالي ته ته لېږلې دي.»

که څه هم اسلامي امارت له فساد سره د سختې مبارزې ډاډ ورکوي، خو یوشمېر ښاریان لا هم په ځینو ادارو کې له فساد څخه سر ټکوي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوریه چې یوه میاشتې مخکې یې په تور بازار کې د ۱۲۰۰ ډالرو په بدل کې پاسپورټ اخیستی، وايي: «نږدې یوه میاشت مخکې مې پاسپورټ ته ډېره اړتیا لرله چې باید ترلاسه یې کړم. څومره هڅه مې چې وکړه، ونه شو، په پایله کې مې یو کس وموند چې د پیسو په بدل کې یې راته واخلي. په ۱۲۰۰ ډالرو یې په درې ورځو کې راته پاسپورټ واخیست، نور کسان هم وو.»

دا په داسې حال کې ده چې خلکو تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو برخو او ادارو کې د فساد په اړه شکایتونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام