Asset 1SWN

سیګار: افغانستان کې له فساد سره مبارزه محدوده ده

sigar

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه لیک کې چې د بهرنیو چارو، دفاع او د امریکا د نړیوالې پراختیا مسوول ته یې لیکلی ویل شوي چې افغانستان د فساد مخنیوي لپاره محدود ګامونه پورته کړي دي او په دې هېواد کې له فساد سره مبارزه محدوده او نمایشي ده.

په دې لیک کې راغلي چې د افغانستان حکومت اصلاحات د کاغذ په پاڼو، قواعدو او د جلسو جوړولو ته محدود دي او دا اصلاحات او ګامونه هغه وخت ډېر شوي چې د مرستندويه هېوادونو نظارت زیات شوی دی.

سیګار زیاته کړې «پر فساد تورن زورواکي له قانوني تشو ګټه  اخلي او له څارلو تښتي او هغه کسان چې مجرم هم ګڼل کېږي د حکومت له کمزورو بنسټونو کار اخلي او هغسې چې لازم دي سزا نه ورکول کېږي.»

د سیګار د لیک پر بنسټ په افغانستان کې د فساد موجوديت د امریکا ماموریت تضعیف کړی او د امنیت، د قانون حاکمیت او د اقتصادي پراختیا برخو کې یې د بیارغونې او د حاصل شوي پرمختګ لپاره هڅې راکمې کړې دي.

خو د افغانستان حکومت د دې مسلې په رد سره وايي چې افغانستان خپلې ژمنې عملي کړې دي.

د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مینه‌پال وايي چې حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل اصلاحات پیل کړي او ژنیوا کنفرانس ته ډک لاس ځي.

په پام کې ده چې د ژنیوا کنفرانس د روان میلادي کال د نوامبر په ۲۳مه او ۲۴مه د امریکا او ۷۰ نورو هغو هېوادونو په ګډون جوړ شي چې د افغانستان ملاتړي دي.

دا هېوادونه له افغانستان سره د خپلو مالي ژمنو په موخه د راتلونکيو ۴ کلونو لپاره پرېکړه کوي.

سیګر له ملاتړو هېواونو غوښتي چې په خپلو مالي ژمنو کې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اندازه ګیرۍ وړ او تايید شوي معیارونه، له ملموسو پایلو او د خپلو برنامو د دوره‌یي ارزونې سره په پام کې ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام