Asset 1SWN

محمدحسن اخوند: جګړه، وژنې او فساد مو له منځه وړی

Hassan-Akhund-pxtz0awroq2aryy9suh14c0u7lrnwmhnpgonpe27bc

د چارو ادارې په یوه ټویټ کې لیکلي چې د اسلامي امارت رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند پرون مازدیګر د ارګ په ګل‌خانې ماڼۍ کې د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره کتلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي په دې لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت به د خپلې پالیسي له مخې، هېچا ته اجازه ور‌ نه‌کړي چې له افغانستانه د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي یا یې هم له ګواښ سره مخامخ کړي.

هغه ټینګار کړی چې د داعش وسله‌واله ډله د تېر په پرتله اوس له منځه تللې او په دې برخه کې د اسلامي امارت د ځواکونو هڅې لا هم روانې دي.

محمدحسن اخوند زیاته کړې چې اسلامي امارت توانېدلی، څو «هېواد کې جګړه، ناامني، وژنې، ورانۍ او فساد له منځه یوسي» او که نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان مرسته وکړي، دې برخه کې به نور پرمختګ هم وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رییس‌الوزرا ویلي: «په تېرو شلو کلونو کې دلته ډېرې ستونزې پېښې شوي او هېواد له هر اړخه ویجاړ شوی.» هغه په نړیوالې ټولنې، په تېره د اسلامي همکاریو سازمان غږ کړی چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ورسره مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام