د اسلامي امارت رییس‌الوزرا د کابینې په غونډه کې په پلازمېنه کابل ښار کې د سوالګرو  د ډېروالي لاملونو په اړه د څېړنې امر کړی دی.

د کابینې په غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او سرې میاشتې ټولنې ته دنده سپارل شوې چې په کابل ښار کې د سوالګرو د زیاتوالي لاملونو په اړه معلومات راټول کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا حکم پرون د  کابینې په ۳۱ غونډه کې د محمدحسن اخند له‌خوا د کار او ټولنیزو او کورنیو چارو وزارتونو سربېره، افغاني سرې میاشتې ټولنې ته شوی دی.

د اسلامي امارت رییس الوزرا د کار او ټولنیزو چارو له وزارت څخه غوښتي چې په کابل ښار کې د سوالګرو د زیاتوالي لامل وارزوي او د دې ستونزې د هواري په برخه کې اړین اقدامات وکړي.

په ورته مهال په دې ناسته کې د انسان د قاچاق او په ایران کې د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت په اړه بحث او خبرې شوې دي.

 د اسلامي امارت کابینې لویې څارنوالۍ ته حکم کړی چې په ایران کې د بندي افغانانو په اړه څېړنه وکړي او د امکان په صورت کې ایران ته یو پلاوی ولېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان سره په تلیفوني خبرو کې په راتلونکي کې تهران ته د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام