د ا.ا د ریس‌الوزرا محمدحسن اخُند د هغو بندیانو د دوسییو بیا ارزولو لپاره یو شپږ کسیز کمېسیون جوړ کړی چې پنجشېر د اسلامي امارت د ځواکونو په پوځي عملیاتو کې نیول شوي دي.

باختر خبري اژانس نن یکشنبه د تلې ۲۴مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د رییس‌الوزرا د حکم پربنسټ د دغه کمېسیون مشري د کابل والي ندامحمد ندیم پر غاړه لري‌.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

باختر همداراز لیکلي چې په پنجشېر کې نیول شوي کسان دا مهال په کابل کې بندیان دي. د رسنیو د راپور پربنسټ، اسلامي امارت په دې وروستیو کې پنجشېر کې د «ملي مقاومت جبهې» د غړیو ځپلو لپاره پراخ بریدونه کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد څه موده وړاندې ویلي و چې د پنجشېر په رُخه، دره او افشار ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د «مقاومت ملي جبهې» د څلورو قومندانانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ کسان له خپلو وسلو سره یوځای نیول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام