ستره محکمه: په درېګونو محکمو کې له ۴۳ زره ډېرې دوسیې تر څېړنې لاندې دي
د سرپرست حکومت د سترې محکمې مسوولانو د زمري په ۳۱مه، د سهشنبې ورځ ملت ته د دولت حساب ورکولو غونډه کې وویل چې اوس په درېګونو محکمو کې ۴۳ زره او ۶۳۰ دوسیې تر څېړنې لاندې دي.
د سرپرست حکومت د سترې محکمې مسوولانو د زمري په ۳۱مه، د سهشنبې ورځ ملت ته د دولت حساب ورکولو غونډه کې وویل چې اوس په درېګونو محکمو کې ۴۳ زره او ۶۳۰ دوسیې تر څېړنې لاندې دي.
د ا.ا د ریسالوزرا محمدحسن اخُند د هغو بندیانو د دوسییو بیا ارزولو لپاره یو شپږ کسیز کمېسیون جوړ کړی چې پنجشېر د اسلامي امارت د ځواکونو په پوځي عملیاتو کې نیول شوي دي.
د اسلامي امارت رییسالوزرا د کابینې په غونډه کې په پلازمېنه کابل ښار کې د سوالګرو د ډېروالي لاملونو په اړه د څېړنې امر کړی دی.
د کابینې په غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او سرې میاشتې ټولنې ته دنده سپارل شوې چې په کابل ښار کې د سوالګرو د زیاتوالي لاملونو په اړه معلومات راټول کړي.
والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې ښايي افغان کډوال امریکا ته د رسېدو لپاره کلونه کلونه په نورو هېوادو کې په تمه پاتې شي.
هره ورځ د غور او د یاد ولایت له ګاونډیو ولایتونو څخه ګڼشمېر کسان د خپلو حقوقي او جنایي قضیو د هواري لپاره د دغه ولایت محکمو ته مراجعه کوي. دوی وایي چې د ګڼې ګوڼې له امله، ډېر کله خلک اړ کېږي چې خپل نوبت ته اوونۍ-اوونۍ په تمه شي.
نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پلازمینې کابل لوېدیځ دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر سید الشهدا ښوونځي درې پرله پسې چاودنې وشوې چې له کبله یې څه باندې ۶۰زدهکوونکي چې ډېری یې نجونې وې ووژل شولې او څه باندې ۱۵۰کسان پکې ټپیان شول، اوس د دغه برید د قربانیانو کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي چې د دغې چاودنې په څېړلو کې پاتې راغلی او وایي چې تراوسه په دې اړه نه حکومت او نه هم اړوند بنسټونو کوم ګام پورته کړی دی.
د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن یوې خبرې ناستې ته وویل چې هالند هېواد ته د سفر په ترڅ کې یې د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل څو د کابل د ۱۳امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي او د لوګر بریدونه وڅېړي.
پرون مازدیګر د کابل ولایت د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې، د درې پرلهپسې چاودنو په ترڅ کې له ۵۰ ډېرکسان ووژل شول او څه باندې۱۰۰کسان ټپیان شول. دغه چاودنې هغه مهال شوي چې د سید الشهدا په نوم ښوونځي څخه زدهکوونکې د راوتو په حال کې وو چې د پېښې ډېری قربانیان هم زده کوونکې دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون