طالبانو د لیکو د تصفیې په نوم کمېسیون رامنځ ته کړ. دغه کمېسیون دنده لري، هغه کسان چې فرصت‌طلبه دي او بده مخینه لري، د طالبانو له لیکو بېل کړي.

د طالبانو د تصفیې کمېسیون مرستیال شیر‌محمد شریف نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دغه کمېسیون هڅه کوي، څو د طالبانو له لیکو څخه نااهله او فرصت‌طلبه کسان جلا کړي او د طالبانو لیکې ترې پاکې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تمه ده دغه کمېسیون په نږدې راتلونکې کې په ټولو ولایتونو کې خپل فعالیتونه پیل کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په دغې خبري ناسته کې وویل، په ولایتونو کې د طالبانو د استخباراتي برخې رییسان به د لیکو د تصفیې کمېسیون مشري پر غاړه ولري.

خوستي زیاته کړه چې دغه ډول کسانو سره به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې چلن کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

طالبان په داسې حال کې د لیکو د تصفیې کمېسیون د جوړولو خبر ورکوي چې دوه ورځې وړاندې د دغې ډلې د وزیرانو شورا ویلي وو، هغه کسان چې د طالبانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي او د دوی په لیکو کې ځای پر ځای شوي دي، د فعالیت اجازه ورنه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام