د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو ۷۶یمې کلنۍ ناستې ته په یوه ویډیويي پیغام کې لیکلي، که څه هم نړۍ نه غواړي چې طالبان په رسمیت وپېژني، خو په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره دې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.

عمران خان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین را روان دی او دغه وضعیت به د ترهګرو پر ځالې د دغه هېواد د بدلېدو ګواښ نور هم ډېر کړي.

هغه وايي، طالبانو ژمنه کړې چې ټولو ته به بښنه کوي، ټول‌شموله حکومت به جوړوي او بشري حقونو ته به درناوی کوي، خو په خبره یې، که نړۍ یې وهڅوي چې دا ژمنې عملي کړي، دغه کار به د ټولو په ګټه تمام شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو سیاسي شنونکي بیا باور لري چې پاکستان غواړۍ نړۍ تېر باسي؛ ځکه په وینا یې، د افغانستان د وضعیت څرنګوالی د اسلام‌اباد لپاره هېڅ مهم نه دی.

د سیاسي چارو شنونکی مصطفی عليزاده وايي، عمران خان هڅه کوي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې ا و د پاکستان بانکونو ته یې ولېږدوي. د نوموړي په وینا، په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی او غواړي پر افغانانو او افغان حکومت کنټرول ولري.

په همدې حال کې سیاسي شنونکی باقر محسني وايي، پاکستان خپلو موخو ته د رسېدو په موخه د طالبانو لپاره د یوه قراردادي رول لوبوي او له دې لارې غواړي اقتصادي، سیاسي او امنیتي ثبات ته ورسېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هغه په خبره، پاکستان اوس پر طالبانو بشپړ کنټرول لري او که اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي، دغه هېواد ته به یې ډېرې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې رامنځته شوی سیاسي او بشري ناورین به د سیمې پر ثبات او امنیت سخت منفي اغېز وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام