Asset 1SWN

مجاهد: پنجشېر کې مو ۴۰ کسان وژلي او ۱۰۱ نور مو نیولي

302263667_5331455560284163_7812227567120354112_n

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد په پنجشېر کې د چاڼیزو عملیاتو خبر ورکوي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د دغه ولایت په رخه، دره او افشار ولسواليو کې یې چاڼیز عملیات کړي دي.

د هغه په خبره، یادو عملیاتو کې یې د فهیم کومانډو، جواد، ملک‌ خان او محمدیار په نومونو د څلورو قوماندانانو په ګډون، ۴۰ کسان وژلي او ۱۰۱ نور یې ژوندي نیولي دي. مجاهد زیاتوي چې یادو کسانو غوښتل د «خلکو امنیت» ګډوډ کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

که څه هم نوموړي د کومې وسله‌والې ډلې نوم نه دی اخیستی، خو په یاد ولایت کې د مقاومت جبهې وسله‌وال فعالیت کوي او وخت‌ناوخت ترې د وسله‌والو نښتو راپورونه هم ورکول کېږي.

ا.ا په دې جګړه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ‌ژوبله په اړه څه نه دي ویلي.

خو د مقاومت ډلې ویاند صبغتالله احمدي پر ټویټر لیکلي چې د پنجشېر جګړه کې یې د اسلامي امارت ۷۱ غړي وژلي دي.

نوموړي د دواړو لوریو نښتو کې د خپلو ۱۱ کسانو د وژل کېدو پخلی هم کړی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام