Asset 1SWN

عبدالحمید خراساني د پنجشیر د امنیه قومانداني د امنیت امریت څخه ګوښه شو

KHORASANI-pm3mi3i472gl3sfagzfto85w816nezhirc75vu72c4

د پنجشیر محلي مسوولانو ځینو رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت د امنیه قومنداني د امنیت امر عبدالحمید خراساني له دندې ګوښه شوی دی.

مسوولانو ویلي چې د هغه په ځای عتیق‌الله صدیقي د پنجشیر ولایت د امنیه قومنداني د امنیت امر په توګه ګومارل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

عبدالحمید خراساني هم منلی چې د پنجشیر د والي په امر له دندې ګوښه شوی او د کورنیو چارو وزارت فرمان ته په تمه دی.

خراساني د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه تراوسه د پنجشیر د امنیه قومنداني د امنیت امر په توګه دنده ترسره کوله.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام