د بادغیس د عامې روغتیا رییس عبدالطیف روستایي سلام‌وطندار ته وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله د دغه ولایت په مرکز کې ۳ملکي وګړي وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي.

روستایي وایي چې درې واړه وژل شوي نارینه دي او په ټپیانو کې بیا ۹مېرمنې، ۷ماشومان هم شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بادغیس د روغتیا رییس وایي، هغه ټپیان چې روغتیایي وضعیت یې نازک وو، د ښې درملنې په موخه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدولي او پاتې نور ټپیان چې درملنه یې د دې ولایت په روغتون کې شونې وه، په ولایتي روغتون کې بستر کړي دي.

هغه وویل، د جګړو له امله وژل شوي او ټپیان چې د بادغیس ولایتي روغتون ته راوړل شوي. کره شمېره یې نه ده روښانه.

په همدې حال کې د بادغیس والي حسام‌الدین شمس سلام‌وطندار ته وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو پنځه ځلې د دغه ولایت پرمرکز یرغلیز بریدونه کړي چې په وینا یې، هرځل د امنیتي ځواکونو له ماتې او دفاع سره مخ شوي دي.



په همدې حال کې نوموړی وایي چې د طالبانو په دغو بریدونو کې د قلعه‌نو اوسېدونکو ته زیانونه اوښتي دي.

بل‌خوا د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبداعزیز بېک وایي، د تېور لسو ورځو د جګړو له امله د دغه ولایت د مرکز قلعه‌نو اوسېدونکو خپل ټول شته له لاسه ورکړي دي. هغه زیاته کړه چې د دې جګړو له کبله نږدې ۲۰زره کورنۍ قلعه‌نو ته څېرمه کلیو او د دغه ولایت ګاونډ هرات ولایت ته کډوال شوي دي.

په بادغیس کې ملکي کسانو ته د مرګ‌ژوبلې سربېره د مالي زیانونو اوښتلو خبره په داسې حال کې کېږي چې له پرون راهیسې په دغه ولایت کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د قومي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړیتوب تر نامعلومې نیټې پورې اوربند شوي دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام