نږدې یوه میاشت کېږي چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده د سوالګرو راټولولو او اړمنو سره د مرستې لارښوونه کړې ده. دا لارښوونه داسې مهال شوې چې افغانستان کې د پخوا په پرتله بېوزلي ډېره شوې او ښارونو کې د سوالګرو شمېر هم زیات شوی دی.

په همدې حال کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مطېع‌الله خالص نن یوې خبري غونډې ته وویل، د هغې سروې له مخې چې افغاني سرې میاشتې کړې، د سوالګرو ۱۶۹۵ کورنیو له ډلې یوازې ۸۳ هغه یې اړمنې بلل شوي او پاتې هغه یې مسلکي سوالګر دي او د علاقې له مخې له خلکو څخه سوال کاوه.

د سرې میاشتې ټولنې د دې غونډې په پای کې له ۵۱ کورنیو سره نغدي مرسته هم وکړه. د دې ادارې مسوولان وايي، د اړمنو کورنیو غړیو ته په پام یې د هر نفر په سر یې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د دغو کسانو له ډلې یو کس چې مرسته یې ترلاسه کړې وايي، یادې مرستې یې لپاره بسنه نه کوي. د محمدموسی په نوم یو بل اړمن بیا د دغو مرستو پر دوام ټینګار کوي.

که څه هم له کابل ښار څخه د سوالګرو راټولولو فرمان نږدې یوه میاشت مخکې صادر شوی، خو اسلامي امارت لا هم نه دی توانېدلی چې د پام وړ سوالګر په نښه، راټول او اړمنو هغو سره یې لازمې مرستې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام