د ا.ا مشر هبت‌الله اخند‌زاده په یوې تازه سپارښتنه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ته دنده سپارلې چې کابل کې د سوالګرو د راټولولو بهیر پیل کړي.

هبت‌الله اخند‌زاده په دې سپارښتنه کې همداراز ویلي چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت دې له نورو اړوند ادارو سره په همغږۍ سوالګر راټول او د هغوی ستونزې دې هوارې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ا.ا مشر همداراز زیاته کړې، هغه سوالګر چې له حرفې سره بلد وي او یا هم کوم کسب یې زده وي، له بایومټریک وروسته دې ورته د کار زمینه برابره شي.

نوموړي همداراز سپارښتنه کړې چې سوالګر ته د کاري زمینې له برابرولو وروسته باید د نوموړي له سرپرست تضمین واخیستل شي چې نور به سوال نه کوي.

د ا.ا د مشر په دې سپارښتنه کې همداراز راغلي، سوالګر ماشومان چې کابل ښار کې سوال کوي، باید ورته د زده‌کړو زمینه برابره او هغه سوالګر چې د کار کولو توان نه لري، باید یوه اندازه معاش ورته وټاکل شي.

د راپورونو له مخې، د ا.ا په واکمنېدو سره ګڼ‌شمېر افغانانو خپلې عایداتي سرچینې له لاسه ورکړي او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې ځینو کورنیو د ناچارۍ او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره سوال کولو ته مخه کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ورکړل شویو راپورونو پربنسټ، دغه کورنۍ د کار نه‌شتون، اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ له امله اړ دي چې خپل ماشومان سوال کولو ته اړ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام