کابل کې د سوالګرو راټولولو په اړه د هبت‌الله اخند‌زاده تازه سپارښتنه

د ا.ا مشر هبت‌الله اخند‌زاده په یوې نوې سپارښتنه کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ته دنده سپارلې چې کابل کې د سوالګرو د راټولولو بهیر پیل کړي.

هبت‌الله اخند‌زاده په دې سپارښتنه کې همداراز ویلي چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت دې له نورو اړوند ادارو سره په همغږۍ سوالګر راټول او د هغوی ستونزې دې هوارې کړي.

بغلان کې د کوویډ۱۹ روغتون د کارکوونکو اعتراض

د بغلان ولایت د کووویډ۱۹ روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو نن د دغه روغتون ودانۍ مخته لاس په اعتراض پورې کړ. دوی وايي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دوی ټينګار کوي چې دغه روغتون د درملو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او که چېرته ستونزو ته  یې رسېدنه ونه شي، دغه روغتون به وتړل شي.

حلیمي: هغه دیني عالمان دې بندیان شي چې طالبانو ته تبلیغ کوي

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمدقاسم حلیمي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال هرات کې د یوه دیني عالم مجیب‌الرحمان انصاري پر وروستیو څرګندونو تونده نیوکه وکړه او هغه یې د طالب ډلې غلام یاد کړ.
حلیمي وویل، انصاري سره له دې چې د دولت پیسې اخلي، خو د طالبانو د نظام لپاره تبلیغ کوي.