Asset 1SWN

د لرو پرتو سیمو روغتیايي کارکوونکي: د میاشتې «۱۰۰» افغانۍ معاش راکول کېږي

۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴۴

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو د هڅونې او ستاینې په موخه نن کابل کې د «ټولنې د روغتیايي کارکوونکو ملي ورځ» ونمانځله.

د روغتیايي کارکوونکو ملي ورځ هر کال په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې له امله د روغتیايي کارکوونکو ملاتړ او هڅونې په موخه نمانځل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرپُل کې روغتیايي کارکوونکی نورمحمد وايي چې کلیوالي سیمو کې خلکو ته د لومړنيو صحي خدمتونو او پوهاوي ورکولو په برخه کې کار کوي او د میاشتې ۱۰۰ افغانۍ ورکول کېږي چې ورته بسنه نه کوي.

نوموړي وویل: «اصلي مسوولیت مو د روغتیايي مسایلو تدریس دی.  د معمولي ناروغیو درملنه. روغتونو ته د رجعت ورکولو سېسټم پیاوړتیا، ټولنه کې د کورنۍ تنظیم خدمتونو وړاندې کول او د واکسین تطبیق دی، خو بدل کې یې موږ ته د میاشتې سل افغانۍ معاش راکول کېږي چې بسنه نه کوي.»

په ورته مهال کندهار کې د روغتیا برخې یوه کارکوونکې مینه هم  له خپل میاشتي عاید څخه شکایت لري. نوموړې سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت لرو پرتو سیمو ته سفرونه کوي، څو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، خو په بدل کې یې معاشونه خورا کم دي.

د مینې په وینا، د میاشتې یوازې ۲۰۰ افغانۍ ورکول کېږي چې اقتصادي ستونزو ته په کتو یې بسنه نه کوي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان هم تاییدوي چې د روغتیايي کارکوونکو فعالیتونو ته په پام د هغوی معاش کم دی. د دغه وزارت مرستیال حبیب‌الله اخندزاده وویل، د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو زیاتولو لپاره هڅې کوي.

اخند‌زاده زیاته کړه چې دا مهال د هېواد د لرو پرتو سیمو په روغتیايي مرکزونو کې ۳۰زره کارکوونکي خلکو ته د خدمتونو پر وړاندې کولو بوخت دي چې ۵۰سلنه یې ښځې دي.

د نوموړي په وینا، د لرې پرتو سیمو ۱۲ زره او ۹۲۲ روغتیايي مرکزونو کې نږدې ۳۰ زره روغتیاپالان خلکو ته صحي خدمات وړاندې کوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت مسوولان زیاتوي چې د روغتیايي کارکوونکو روزل او د هغوی ظرفیت لوړول چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي له دې لارې لومړنیو خدماتو ته لاسرسی پیدا کوي، د عامې روغتیا وزارت له مهمو پروګرامونو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام